اقتصاد

د ماليې وزارت او نړيوال بانک ترمينځ درې تړونونه لاسليک شول

کابل باختر د وري دمياشتې ٢١ مه
د مالیي وزارت او نړیوال بانک ترمېنځ د اقتصادي پیاوړتیا او روغتیايي خدمتونو د ښه والي په موخه د ۶۹۱ میلیونو ډالرو په ارزښت د وړیا مرستې درې تړونونه لاسلیک شول.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له ریېس ښاغلي شبهام چودري، سره چې د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي  او د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک سرپرستې مرستیالې اغلی ایتل سنهاوسر، هم شتون درلود، په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د ښه والي او اقتصادي پیاوړتیا په موخه د ۶۹۱ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د وړیا مالي مرستې درې تړونونه لاسلیک کړل.
د یادې مالي مرستې موخه چې د ۲۰۱۸ کال د مارچ میاشتې په ۲۸مه نېټه د نړیوال بانک د مدیره پلاوي له خوا منظور شوه، ښه کیفیت لرونکو روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو لاسرسي، د دولتي بانکونو د عملیاتي چارو د سیستم معیاري کول، د مخابراتي ټکنالوژۍ د بنسټونو نښلول، د برېښنایي حکومتولۍ له تګلارې څخه په ګټه اخیستنې د دولتي خدمتونو پراختیا او په دې برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، په دې اړه وویل: "د روغتیایي خدمتونو د کیفیت لوړول، د بانکدارۍ د بنسټونو پیاوړي کول او د دولتي سیستمونو برېښنايي کول، زموږ خلکو ته د غوره او با کیفیته خدمتونو په وړاندې کولو کې زموږ پیاوړتیا زیاتوي" هغه زیاته کړه، دا مرستې د نړیوالې ټولنې د دوامداره ژمنو ښکارندوی دي، چې د پراختیا لپاره یې له افغان حکومت سره د لومړیتوب لرونکو اصلاحاتو پلي کولو په موخه کوي."

د یادونې وړ ده، چې د یادې وړیا مالي مرستې له بستې څخه، ۲۳۱ میلیونه ډالر ېې د نړیوال بانک ګروپ د نړیوالې پراختیا ادارې تر ټولو بې وزلو هېوادونو لپاره، ۴۲۵ میلیونه ډالر د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق له خوا او پاتې ۳۵ میلیونه ډالر د ماشومانو او مېندو د روغتیا لپاره د نړیوالې پانګونې صندوق له لوري برابرېږي، چې د دواړو صندوقونو مدیریت د نړیوال بانک له خوا ترسره کېږي.
"اوس مهال له یوې خوا د افغانستان دولت د اصلاحاتو د یو پیاوړي پروګرام د تطبیق په هڅه کې دى، او له بلې خوا د کورنيو عوایدو د کموالي له امله له بودجوي فشار سره مخامخ دى، که څه هم، د عوایدو د راټولولو بهیر ښه شوی، خو د امنیتي او پراختیايي پروژو د لګښټونو د برابرولو لپاره اړتیا په دوام داره توګه د زیاتوالي په حال کې ده،" دغه مطلب په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر مشر، شوبهم چوهدري څرګند کړ، او زیاته ېې کړه: "که څه هم وضعیت کړکېچن او ستونزې زیاتې دي، د نړیوال بانک ګروپ له خوا د مرستې د دغې نوې بستې په ځانګړي کولو سره موږ یو ځل بیا د افغانستان دولت څخه د خپل ملاتړ ټینګار کوو، څو د افغانانو لپاره د اړتیا وړ خدمتونو په برابرولو کې هر اړخیزې هڅې جاري وساتي.
د ساري په توګه، موږ تمه لرو، څو د روغتیا نوې پروژه د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لامل وګرځي او د افغانانو لپاره د غوره تغذيې شرایط په ټول هېواد کې برابرشي."
د ۶۹۱ میلیونو امریکايي ډالرو دغه وړیا مرسته د لاندې درې پروګرامونو د تمویل لپاره ځانګړې شوې:

١:  ۶۰۰ میلیونه ډالر د افغانستان د روغتیا د پروژې لپاره ځانګړي شوي، څو په ټول هېواد کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت، تغذې او د کورنۍ د تنظیم کولو په برخه کې ښه والی او پرمختګ رامنځته شي.
په دغه وړیا مرسته کې۱۴۰ میلیونه ډالر د نړیوال بانک له خوا، ۴۲۵ میلیونه ډالر د افغانستان د بیارغونې صندوق د تمویل کوونکو له لوري او ۳۵ میلیونه ډالر د ماشومانو او مېندو د روغتیا لپاره د نړیوالې پانګونې صندوق له خوا شامل دي او یاده پروژه د عامې روغتیا وزارت له خوا پلي کېږي.
٢: ټاکل شوې چې۵۱ میلیونه ډالر وړیا مرسته د نړیوال بانک له خوا د افغانستان د ډ یجیټل کاسا۱ پروژې ته ځانګړې شي‏، څو له دې لارې په ټیټه بیه د انټرنټ په خدمتونو کې زیاتوالی رامنځته شي، د خصوصي پانګوالو د تشویق لامل وګرځي او د یوې واحدې سیمه ییزې زیربنا په رامنځته کولو سره د دولت له خوا د خدمتونو وړاندې کول په برېښنایي توګه ترسره شي.
د دغې پروژې د پلي کولو مسوولیت به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په غاړه وي.
٣: د نړیوال بانک له دغې وړیا مرستې څخه، ۴۰ میلیونه ډالر د دولتي بانکونو د نوي کولو او په دې برخه کې د حکومتولۍ د پياوړتیا او د بانکونو د عملیاتي اغیزمنتیا لپاره ځانګړي شوي دي.
د دغې پروژې ستره موخه د دولتي بانکونو د حقوقي چوکاټ او د عملیاتي چارو پياوړتیا بلل کېږي.
دغه پروژه د مالېې وزارت له خوا تطبیق کېږي او ټاکل شوې، چې د دغې پروژې له لارې درې دولتي بانکونه: نوی کابل بانک، افغان ملي بانک او  پښتني بانک کې د روڼتیا، اغیزمنتیا او د بانکدارۍ په چارو کې د معیاري کولو له برخو څخه ملاتړ ترسره شي.
له دې سربېره د اقتصادي ودې په موخه د معلوماتي ټکنالوژۍ او په دغو بانکونو کې د اوږد مهاله سوداګریز موډل رامنځته کول هم د دغې پروژې په فعالیتونو کې شامل دي.پاى_ ځدران

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته