خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين معرفي شو

کابل، دزمري٣٠ مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خيرالله خيرخواه مولوي حيات الله مهاجر فراهي چې د عاليقدر اميرالمؤمنين د حکم له مخې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين په توګه مقرر شوى، نن د دغه وزارت مسوولينو او کارکوونکو ته معرفي کړ.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې؛ په دغو مراسمو کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معينانو، رييسانو او کارکوونکو په ګډون پرځاى شول د یاد وزارت سرپرست وزیر د مولوي حیات الله مهاجر فراهي په معرفي غونډه کې د نشراتو پخواني معین او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د کارونو قدرداني وکړه.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د د خپرونو چارو نوی معين ته د اړوندو چارو د ښه پرمخ بيولو په لاره کې د برياليتوب هيله وکړه.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين په خپلو خبرو کې په دغه پست کې د خپلې ټاکنې په خاطر د اسلامي امارت د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه.
هغه دغه راز ژمنه وکړه چې اړونده چارې به د وزارت د مشرتابه او د خپلو همکارانو په همغږۍ او همکارۍ په صداقت او پر له پسې هلو ځلو په ښه ډول ترسره کړي.
د يادونې وړ ده چې مولوي حيات الله مهاجر فراهي پخوا د هرات ښاروال په توګه دنده ترسره کوله.
\ ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا