ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت له ګټوونکې شرکت سره درې تړونونه لاس ليک کړل

کابل باختر د تلې اووه ويشتمه
د لوړو زده کړو وزارت او ګټونکې شرکت ترمنځ د ۲ ملیارده ۸۵۸ ملیونه او ۸۶۷ زرو افغانیو په ارزښت درې تړونونه لاسلیک شول.
باخترآژانس ته په رسيدلي خبرکې ويل شوي دي.
د دغوتړونونو د لاسلیک پر مهال د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکتر عبداللطیف روشان پداسې حال کې چې د دې وزارت دمرکزي ادارو رئیسان او ګټونکي شرکت استازې هم حاضر و وویل،  په دغو پروژو کې  د پکتیا پوهنتون د ای ټي سي تي سنټر، د کابل طبي پوهنتون د اوبو رسونې سیستم، د کابل، طبي کابل، غزني، بلخ، پکتیا او د خوست ولایت د شیخ ‌‌‌زاید پوهنتونونو د فرنیچر چمتو کول شامل دي.
ده زیاته کړه، د دې ډول پروژو بشپړول د لوړو زده کړو بنسټونو کې د درسي کیفیت د ښه والې په برخه کې اغېزمن دي. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست همدا رنګه وویل، د دغو پروژو تړونونوپړاوونه د هېواد د قوانینو په رڼا کې او شفافیت سره بشپړ شوي دي.
د اکترعبد اللطیف روشان له ګټونکو شرکتونو څخه وغوښتل چې تړونونو له متن سره سم خيلې پروژې پروخت او لازمومعیارونوسره بشپړې کړي.
په پای کې د دغو پروژو تړونونه د لوړو زده کړو وزارت دسرپرست او ګتونکي شرکت له خوا لاسلیک شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته