ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت دعلمي توليداتو دحالت دښه والي په خاطرجدي اراده لري

کابل /دتلې ٥مه / باختر:
دعلمي توليداتو دحالت دښه والي او په نړۍ کې دافغانستان دمقام دلوړولو لپاره دلوړو زده کړو  وزارت  اراده او ژمنه له پخوا څخه جدي او پياوړې ده .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دعلمي څېړنو په چارو کې دلوړو زده کړو وزارت سلاکار ډاکتر محمد وسيم اقبال دغه ټکى پرون په هغه سيمينار کې چې دعلم سنجونې د ملي او نړيوالو  شاخصونو پربنسټ  دعلمي توليداتو دکمي او کيفي زياتوالي ترعنوان لاندې په کابل پوهنتون کې جوړ شوى و څرګند کړ .
هغه دعلم دتوليد پياوړتيا او دڅېړنې دبهير ګړندي کول دافغانستان دعلمي ټولنې يوه اساسي  اوجدي اړتيا وبلله .
ډاکتر اقبال په افغانستان کې دعلمي توليداتو  اوسنى حالت په زيات کارپورې اړوند وباله  او ويې ويل چې دعلمي توليداتو دحالت دښه والي او په نړۍ کې دافغانستان دمقام دلوړوالي لپاره دلوړو زده کړو وزارت  اراده او ژمنې له پخوا څخه جدي اوپياوړې دي
هغه زياته کړه په هغو څېړنيزو فعاليتونوسره چې محصول يې دعلم توليد دى کولاى شو په علمي کټه ګوريو کې دهېواد مقام لوړ کړو .
دسايماګو داطلاعاتو پربنسټ  دعلم دتوليد له نظره  افغانستان يوسلو درې پنځوسم  مقام ګټلى دى چې له خپل شمالي ګاونډي تاجکستان څخه شپږ پلې ښکته دى .
  ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته