سیاست

جمهوررئیس غني: د ملکي تلفاتود مخنیوي په خاطر دې د عملیاتو پر میکانیزم جدي غور وشي

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله‌وال پوځ داعلی سرقومندان محمداشرف غني  په مشرۍ د عملیاتو په جریان کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دى غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو او د غوڅ ملاتړ ماموریت استازو حضور درلود، جمهوررئیس غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او سرښندنو د ستاینې ترڅنګ وویل: ملکي تلفات د جګړې له بدبختیو څخه دي چې ما او د حکومت نورو مسوولینو ته د منلو  او زغم وړ نه دی.
جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې د عملیاتو د ترسره کېدو پر میکانیزمونو او د  شیوې پر بدلون جدي غور او په راتلونکي غوڼده کې دې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه مشخص وړاندیزونه وکړي.
پاى- فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته