امنیت

دماين دچاودنې له امله ديوې کورنۍ اووه تنه غړي ووژل شول .

کابل باختر دوري څوارلسمه :
په لوګر ولايت کې دماين دچاودنې له امله ديوې کورنۍ اووه تنه غړي ووژل شول .
دغه پيښه نن له غرمې مخکې ديوولسو  بجو په شاوخوا کې دبرکي برک   په ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ موټر په ښخ کړي شوى ماين وخوت .
  دلوګر ولايت وياند  دين محمد درويش  دباختراژانس خبريال ته وويل: په دې پيښه کې  ديوې کورنۍ اووه تنه غړي وژل شوي دي .
درارسيدلو خبرونو له مخې، ددغې کورنۍ  غړي له کابل څخه دبرکي برک  ولسوالۍ دبازار په لور روان و  چې ددوى دسپرلۍ  موټر په ماين وخوت .
په قربانيانو  کې څلور تنه  ماشومان ، يوه ښځه او دوه نارينه شامل دي .
تراوسه پورې  ددغه ماين  ښخوونې مسووليت  چاپه غاړه  نه دى اخستى  خو دلوګر پوليس وسله وال طالبان  ددغې پيښې  عامل بولي  او وايي چې دهغې دعاملينو  دپيژندلو او نيولو لپاره  هڅې پيل  شوي دي .
  په افغانستان کې طالبان زياتره  په ګڼ ميشتو لارو کې  دماينونو او بمونو  په ښخولو لاس پورې کوي چې ملکي وګړي پکې قرباني  کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته