اقتصاد

د جمهورريیس غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا غونډه ترسره شوه

کابل /  د چنګاښ ۴ مه / باختر
د اقتصادي عالي شورا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون مازیګر د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې ترسره شوه.
د جمهوررييس د ويندوى دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې، د چرګانو روزنې سکتور محصولاتو د وارداتو مدیریت د کاري ګروپ په راپور، په هېواد کې د غیر معیاري او قاچاقي روغتیایي محصولاتو او درملو د وارداتو مخنیوي پر طرحه او د افغانستان برېښنا شرکت د نوري فایبر مزو او د برېښنا پایو کرایه ورکولو پر موضوع بحث او وارزول شول.
لومړی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین د چرګانو روزنې سکتور محصولاتو د وارداتو مدیریت د کاري ګروپ راپور وړاندې کړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین حشمت الله غفوري څرګنده کړه چې اوسمهال هېواد د چرګانو روزنې په صنعت کې په تدریجي ډول د ځان بسیاینې پر لور روان دی او خصوصي سکتور توانېدلی په خپلې پانګونې سره د چرګانو روزنې صنعت د محصولاتو لپاره د هېوادوالو د اړتیاوو لویه برخه په ځانګړي ډول د چرګانو غوښه او هګۍ، پوره کړي.
اقتصادي عالي شورا تر هر اړخیزو بحثونو وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده وسپارله چې د اړوندو بنسټونو په همکارۍ، په هېواد کې د چرګانو روزنې صنعت د ارزښت پر زنځیر کار وکړي، خپله مشخصه طرحه د طرحې په تطبیق کې د دولتي ادارو ظرفیت، په دې برخه کې د تقاضا او عرضې تعادل او د هغو لنډمهالو او اوږدمهالو اغېزو ته په پام، ډېر ژر بېرته اقتصادي عالي شورا ته وړاندې کړي.
همداراز د اقتصادي عالي شورا غړي په دې برخه کې د خصوصي سکتور د لا زیاتې پانګونې غوښتونکي شول چې د مشخص زماني جدول پر اساس، هېواد بشپړې ځان بسیاینې ته ورسېږي.
د غونډې په دوام، د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر محمد جواد عثماني د ټولو مصنوعي تنفسي آلو د موجودیت په اړه خپل راپور اقتصادي عالي شورا ته وړاندې کړ.
هغه وویل: له هېواد څخه بهر ته د یو شمېر آلو د قاچاقو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته یې د ولایتونو د عامې روغتیا له ریاستونو سره خبرې کړي او د ټولو مصنوعي تنفسي آلو د موجودیت په اړه چې د دوست او همکارو هېوادونو له لوري مرسته شوي دي، خپل ډاډ ترلاسه کړی، د یادو آلو موقعیت تثبیت شوی دی.
د عامې روغتیا سرپرست ژمنه وکړه چې د یادو آلو د تسلیمۍ او موجودیت ټول اسناد به د هغو له سریال نمبرونو سره یو ځای له مطبوعاتو او د افغانستان نجیبو خلکو سره شریک کړي.
جمهورريیس غني په دې اړه وویل: د افغانستان دولت د مطبوعاتو له لوري د هغو خپرو شویو راپورونو چې د شفافیت د رامنځته کېدو او د فساد مخنیوي لامل کېږي، نه یوازې هرکلی کوي، بلکې په دې برخه کې د مطبوعاتو کلک ملاتړ هم کوي.
د اقتصادي عالي شورا ريیس او غړو له هېواد څخه بهر ته د ۳۲ تنفسي آلو د قاچاق د شایعاتو په اړه د لا زیات وضاحت او د افغانستان ملت او شریفو خلکو ته د شفاف راپور ورکولو په موخه، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عمومي ریاست، د خاص بارزس ادارې، د بررسۍ عالي ادارې او لوی څارنوالۍ باصلاحیته استازو څخه جوړې کمېټې ته دنده وسپارله چې دغه موضوع په بې طرفه، جدي او دقیق ډول د ټولیزو رسنیو له کمیسیون سره په همکارۍ شواهدو او مدارکو ته په پام په جدي ډول وارزوي، خپل راپور جمهوري ریاست ته وړاندې کړي چې خلکو ته د موضوع د شفافیت په اړه بشپړ ډاډ ورکړل شي.
وروسته په هېواد کې د غیر معیاري او قاچاقي روغتیایي محصولاتو او درملو د وارداتو مخنیوي طرحه د عامې روغتیا وزارت د سرپرست له لوري اقتصادي عالي شورا ته وړاندې شوه.
اقتصادي عالي شورا عامې روغتیا وزارت موظف کړ چې د هند او برازیل هېوادونو په څېر د نړۍ د درملو له معتبرو او له عمده تولید کوونکو سره خبرې وکړي، په دوامداره او منظم ډول له هغو څخه باکیفیته درمل وپېرل شي او هېواد ته وارد شي او د زنځيري درملتونونو په فورمول په جدي ډول کار وشي چې په هېواد کې درملتونونه په تدریجي ډول د معیاري کېدو او قانوني کېدو لور ته سوق شي.
د غونډې په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د نوري فایبر مزو او د برېښنا پایو د کرایه ورکولو طرحه اقتصادي عالي شورا ته وړاندې شوه.
اقتصادي عالي شورا د افغانستان برېښنا شرکت د نوري فایبر مزو او د برېښنا پایو د کرایې قېمتونو د کموالي طرحه په پرنسیب کې تائید کړه، د افغانستان برېښنا شرکت یې موظف کړ چې د نوري فایبر مزو او د برېښنا پایو د کرایې قېمت کمولو طرحه باید د عامو خلکو لپاره د انټرنېټ قېمت کمولو لامل شي.
همدا راز د اقتصادي عالي شورا غړو د پروسې د شفافیت او قانوني کولو په موخه، په حقوقي چارو کې د جمهوري ریاست ستر مشاوریت ته دنده وسپارله چې د افغانستان برېښنا شرکت د نوري فایبر مزو او د برېښنا پایو د کرایې د پخوانیو قراردادونو د تداوم څرنګوالي پر حقوقي اړخونو له مخابراتي شرکتونو سره کار وکړي، پایله یې د لازم تصمیم نیولو په موخه وړاندې کړي.#
پاى / ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته