
کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال محمد يونس راشد د ځوانانو د ستونزو اورېدو او د حل په موخه سرپل ته سفر کړی دی.
نوموړی به دغه ولایت کې د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له چارواکو، عالمانو، مخورو او ځوانانو سره ناستې ولري او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه به له نږدې واروي.
مولوي راشد مخکې له دې هم بادغيس، هرات او نورو ولايتونو ته تللى و او د هغو ولايتونو د ځوانانو سره يې خبرې اترې کړې وې.
لمر