نړۍ

سپيني ماڼۍ داسامه په وژنه کې دحقيقت دپټولو ادعا رد کړه .

واشنګتن  باختر د ثور درې ويشتمه :
سپينې ماڼۍ  دا ادعا رد کړه چې ګڼې امريکا په هغه بريد کې چې داسامه بن لادن دوژل کيدو سبب شوه حقيقت نه دى ويلى .
په هغې مقاله کې  چې  دلندن ريويو اف بوکس  له خوا ليکل شوې ده  ادعا شوې ده چې اسامه بن لادن په حقيقت کې  دپاکستان  داستخباراتو داداې په قيد کې و او دامريکا دخاصو ځواکونو په ګډون  ټول جګپوړي  پاکستاني مقامات خبر وو .
دسپينې ماڼۍ وياند وايي دغه اداره يواځنى سرچينه نه ده چې دغه ادعا له تيروتنو ډله او څرګند دروغ بولي .
  دهمدې خبر له مخې ، دامريکا دمرکزي  استخباراتو دادارې  مرستيال مايک موريل  هم ويلي دي چې ددغه ادعا هره جمله ناسمه ده .
دامريکا دمتحده ايالاتو مقاماتو ويلي دي چې په دې باب يې په يوازيتوب سره او دپاکستان  له خبرولو پرته اقدام کړى دى او دغه حرکت ددواړو هيوادونو ترمنځ داختلاف دپيداکيدو سبب هم شوى دى .
  سيموور هيرش په خپلې دغې مقاله کې  ديو داسې مقام نظر منعکس کړى  دى چې  ګڼې امريکا دالقاعده  شبکې مشر دخپلو جاسوسانو په واسطه په پاکستان کې  تر يوې ودانۍ پورې تعقيب کړى دى او هغه يې  له يوه سري قوماندان سره نيولى دى .
دغه موضوع داستخباراتو ديوه متقاعد مقام دڅرګندونو له مخې  مستنده شوې ده  خو دامريکا دمرکزي استخباراتو اداره دغه ادعا ردوي .
دسپينې ماڼۍ دملي امنيت  دشورا  وياند نيد پرايس  په يوه اعلاميه کې  ويلي دي چې په دې مقاله کې بې بنسټې  اوله تيروتنو ډکې ادعاګانې شته چې هره يوه يې بايد په رښتينې توګه وڅيړله شي . 
نيدپرايس  ټينګار کوي چې دغه بريد يوامريکايي عمليات اودامريکا له لارې  ترسره شوى دى .
په مقاله کې دسيموور هيرش په قلم ليکل شوې ده او په لندن  ريويواف بوکس په مرکز کې خپره شوې ده د پاکستان داستخباراتو ديوه جګپوړى مقام له خولې ويل شوي دي چې دپاکستان  جګپوړي پوځي افسران او  داستخباراتو  دادارې کارکوونکي ددغه مديريت په ترسره کولو  خبروو .
دغه موضوع په امريکا کې دځينوسرچينو له خوا هم تاييد شوې ده .
  په دې مقاله کې دغه راز ليکل شوي دي چې امريکا په رښتينې  توګه داسامه بن لادن  داستوګنځي  په باب معلومات لرل  او واشنګتن دغه معلومات دپاکستان داستخباراتو دادارې له يوبل پخواني افسر  څخه دپنځه ويشتو مليونو ډالرو په بدل کې چې دبن لادن دنيولو لپاره انعام ټاکل شوى و ، ترلاسه کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته