(PS)خبرونه(PS)فرهنګ(PS)ټولنهTOP(PS)

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، د قرغې بند له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه

کابل، د غوايي ۱۲مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، نن په داسې حال کې چې د دغه وزارت یو شمېر رئیسانو او نورو مسئولینو یې ملتیا کوله؛ د قرغې بند له هغو ساحو څخه لیدنه وکړه چې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې اړه لري.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د دې لیدنې پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او مسئولینو، په یاده ساحه کې سیلانیانو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې، پر ځینو طرحو او لارو چارو خبرې وکړې.
ملا خیرالله خیرخواه، همد ارنګه د وزارت د اړوندو برخو د مسئولینو د کارونو په ستایلو سره، هغوی ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اړوندو ساحو د ساتنې او څارنې په اړه ځینې سپارښتنې وکړې.
په ورته وخت کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانتور دولتي شرکت رئیس محمدنبي بها باختر آژانس ته وویل: دا چې د قرغې بند سیمه د کابل ولایت له سیاحتي سیمو څخه ده او هره جمعه او نورو ورځو کې زرګونه داخلي او خارجي سیلانیان له دې سیمې څخه لیدنه کوي؛ نو لازمه مو وبلله چې په دې ساحه کې د سیاحت د ښه والي لپاره نور ښه نوښتونه هم راولو.
هغه له هېوادوالو او په ځانګړې توګه له کابل ښاریانو څخه وغوښتل چې د شنو ساحو د ښې ساتنې او څارنې په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي او د هېواد په سمسورتیا کې دې خپله ونډه ترسره کړي.
د يادونې وړ ده چې د کابل د قرغې بند په ۱۳۳۰ لمريز کال د محمد ظاهر شاه د سلطنت په وخت کې جوړ شوی دی چې د دوه زره هکتاره کرنيزې ځمکې د خړوبولو ترڅنګ، د هېوادوالو په ځانګړې توګه کابل ښاریانو لپاره يو ښه تفريحي ځای بلل کېږي او د هوا د ککړتيا په راکمولو کې هم مهم او اغېزمن رول لري.
وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا