ټولنه

په پنجشيرکې ١٧٥ انتخاباتي شکايتونه درج شوي دي

کابل باختر دلړم لومړۍ
د پنجشير ولايت د شکاياتو د اوريدو په کميسيون کې تر اوسه پورې ١٧٥ مورده انتخاباتي شکايتونه درج شوي دي .
د پنجشير د شکاياتو د اوريدو د کميسيون مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې تر اوسه پورې  د ٢٠٦ انتخاباتي شکايتونو له جملې څخه ١٧٥ مورد يې د دغې ادارې لاس ته ورغلي دي .
د پنجشير  د شکاياتو د اوريدو کميسيون رييس همايون امنيني وويل چې درج شوي شکايتونه په دغه ولايت کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون، کتوونکو او نوماندانو پرخلاف دي .
ده زياته کړه چې د ټولو شکايتونو له راټولو او هغو ته  له لومړيتوب ورکولو وروسته به په دغو شکايتونو د کميسيون له خوا قانوني تصميم ونيول شي .
اميني  وويل چې د شکاياتو د اوريدو کميسيون صلاحيت لري چې د لومړيتوبونو د ورکولو، سرغړونې، جرمونه او له تخطي وروسته د يوه نوماند رايې باطلې،  قرنطين اويا هم بيا شمېرنو ته سوق ورکړي .
ويل کيږي شکايت شوي موارد د راى ورکولو له  ٩٦ مرکزونو څخه چې ٢٢٢ سيمې پکې شامل کيدې، راټول او د پنجشير د شکاياتو د اوريدو کميسيون لاس ته  ورغلي دي .
   ختم_ ع _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته