
کابل، د ثور ۱۰ مه ، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي سیف الرحمان “محمدي” سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي محمدي خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه او زیاته یې کړه چې د بامیانو تاریخي آبداتو ته جدي پاملرنه کوي چې نور به هم لا ښه خوندي وساتل شي.
سرپرست وزير ښاغلي خیرخواه د هغه کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې لازمې مشورې او سپارښتنې ورته وکړې او ډاډ یې ورکړ چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې جدي رسیدګي کېږي.
افغانمل