امنیت

دقندهار د زياترو سيموامنيتي مسووليت افغان پوځيانو ته سپارل شوي دي

کابل- باختر دسلواغي دولسمه:
په قندهار ولايت کې سيمه ئيز مقامات وايي چې همدا اوس د ناټو پوځيان ددغه هيواد له زياترو سيمو څخه وتلي دي اوپرځاى يې افغان پوحيان ډېره دي.
په اوس وخت کې د ناټو پوځيانو يواځې دقندهار په څو لرې پرتو سيموکې شته  او په نورو ساحو کې ملي پوليس او ملي اردو او سيمه ئيز پوليس ځاى پرځاى دي .
  دقندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق وايي چې دوى په دې بريالي شوي دي چې ددغه ولايت له زياتروسيموڅخه د ناټو دپوځيانو له وتلو وروسته د افغان پوځيانو په ځاى پرځاى کولوسره ، امنيتي  مسووليتونه په اوږو واخلي .
دپوليسو دغه مقام خبريالانو ته وويل چې په قندهارکې دناټو د سرتيرو پرځاى د افغان پوځيانو د ډېره کيدو په نسبت دخلکو هرکلى بې سارى دي .
جنرال عبدالرزاق وايي چې اوس له بل هر وخت څخه زيات له افغان پوځيانو سره دخلکو همکاري زياته شوې ده او دغې موضوع دقندهار د امنيت په باب مثبتې اغيزې کړې دي.
  داپه داسې حال کې ده چې دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونو په راتلوونکې کال کې د ناټو د پوځيانو پرځاى په ولايتونو کې د زياتو ځواکونو د ځاى پرځاى کولو خبر ورکړ .
دقندهار ولايت امنيه قوماندان د سيمه ئيزو پوليسو تشکيل او د دغه ولايت په ځينو برخوکې د هغوى ځاى پرځاى کول، د امنيت د ښه والې لپاره بريالي اوګټوره تجربه وبلله او ويې ويل چې دمرکزي مقاماتو په همکارى به دخپلو سيمو د امنيت د تامينولو لپاره زيات شمېر ځوانان د سيمه ئيزو پوليسو په تشکيل کې جذب شي.
د ٢٠١٤ ميلادي کال د رانږدې کيدو په درشل کې چې ناټو په افغانستان کې خپل اوږد مهال شتون پاى ته رسوي؛ افغان مقامات هلې ځلې کوي چې په بېلابېلو سيموکې دځواکونو په جذب، روزنې او ځاى پرځاى کولو سره د بهرنيو پوځيانو تش ځاى ډک کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته