خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره وکتل

کابل، د سلواغې ١٢مه، باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي رفیع الله صمیم سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې مولوي رفيع الله صمیم له ملا خيرالله خيرخواه سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

ورته مهال خیرخواه نوموړي ته تر ښه راغلاست وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې ورته لازمې مشورې او سپارښتنې وکړې.

نوموړي دغه راز د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې شته ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې جدي رسېدنه وشي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا