خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د نيمروز د ملي راډيو تلويزيون له آمر سره وکتل

کابل، د مرغومې ١٣مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د نيمروز د ملي راډيو تلويزيون له آمر ملا عبدالستار نديم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې عبدالستار ندیم د نیمروز د ملي راډیو تلویزیون ستونزې له ملا خیرالله خیرخواه سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
ورته مهال سرپرست وزير ملا خیرالله خیرخواه د نیمروز د ملي راډیو تلویزیون د ستونزو د اورېدو ترڅنګ د راډیو تلویزیون د فعالیتونو په اړه لازمې لارښوونې وکړې او دې برخه کې یې د شته ستونزو د حل ژمنه وکړه.
عبدالرحمن توخی/ لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا