اقتصاد

د هرات دسمنټو فابريکه بيارغاول کيږي

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٥
يو ترکي شرکت اعلام وکړچې دهرات دسمنټو دفابريکې په احيا کولو او بيارغاونه کې ونډه اخلي.
ددغه شرکت د مسوولينو د څرګندونو له مخې: د هرات د سمنټو فابريکه به له بيارغاونې او نوى کولو وروسته په ورځ کې د څلور زره ټنو سمنتو د توليد ظرفيت ولري.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هرکال د خپلې اړتيا وړ سمنټ له بهر څخه واردوي .
ددغه شرکت جګپوړو مقاماتو دهرات له والي سيد فضل الله وحيدي سره په کتنه کې وويل: چمتو دي چې په لسو کلونوکې يو نيم مليونه امريکايي ډالره د هرات د سمنټو دفابريکې دبيارغاونې په خاطر ولګوي .
ددغه شرکت رييس وويل: يو مليون امريکايي ډالره چې ټاکل شوې ده په دې لاره کې پانګه وشي؛ په وړيا ډول د دولت په واک کې ورکول کيږي .
ده وويل: د سمنټو په فابريکه کې د توليد د دستګاوو دمونتاژ په بېلابېلو پړاونو کې له له بې لوګي پرمختللو دستګاوو څخه چې د ژوندانه له چاپيريال ساتنې سره هم مرسته کوي؛ استفاده کيږي .
په همدې حال کې د هرات والي سيد فضل الله وحيدي ددغې فابريکې د بيارغاونې په برخه کې دترکي دخصوصي سکټور د تيارى د اعلام څخه له امله په هرکلي سره وويل: ددغه پروګرام په تطبيق سره د اقتصاد له ودې سره په مرستې برسيره د هرات ولايت زرګونو تنو ته د کار زمينه هم برابريږي.
دغه شرکت وايي: د سمنټو دفابريکې په بيا احيا کولو سره به په ورځ کې څلور زره ټنه سمنټ توليد شي .
په هرات کې د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې يو مسوول باختر آژانس ته وويل: په داسې شرايطوکې چې افغانستان په کال کې له پنځلسو مليونو څخه تر ديرشو مليونو ټنو پورې سمنټو ته اړتيا لري چې له ايران، پاکستان او آن د پخواني شوروي له ځينو هيوادونوڅخه نامييږي.
دسمنټو د فابريکې بيارغاونه کولاى شي دساختماني سکټور په پرمختياکې ګټور وي. له بله پلوه د اقتصاد دځينې کارپوهان د سمنټو دپروژې د بيارغاونې د ارزښتناک بللو په ترڅ کې ټينګاروي چې د امنيت د تامينولو او د خلکو داقتصاد د لوړولو په لاره کې له دغه شان پروژو څخه ګټه اخستنه اساسي رول لري.
د هرات دسمنټو د فابريکې دبنسټ ډبره په ١٣٥٥ کال کې د وخت د چک سلواکيا هيواد په همکارۍ د هرات ښار په لويديځ کې کيښودل شوه او د جوړولو کاريې په سلوکې اتيا او د اساسي تجهيزاتو په سلوکې شل بشپړ شول. خو د کورنيو جګړو له امله کاريې بشپړ نه شو.
د اقتصاد کارپوهان هيله لري چې د دغې فابريکې احيا کول افغانستان له توليدي پلوه په خپلو پښو د دريدو په لاره کې پرمخ يوسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته