خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هلمند او کندهار له والي سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۲مه، باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملاخیر‌الله خیرخواه د کندهار ولایت مقام کې د هلمند والي مولوي طالب او د کندهار له والي حاجي محمد یوسف وفا سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې ملاخیر‌الله خیرخواه وویل، چې کندهار ته یې د خپل سفر موخه دا ده، ترڅو د کندهار او هلمند په یوشمېر سیلاني سیمو کي بهرنیو سیلانیانو ته د تفریح ښه زمینه برابره کړي.

هغه په خپلو خبرو کي خوښي وښوده، چي د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره په زرګونه بهرنیو سیلانیانو له بېلابیلو ولایتونو په ځانګړې توګه له کندهاره لیدنه کړې، چي په خبره یې لا هم بهرني سیلانیان لېواله دي، څو د کندهار له تاریخي او نورو ځایونو څخه لیدنه وکړي.

درې واړه لوریو په کندهار او هلمند ولایتونو کي سیلانیانو ته د ښې زمینې برابرولو په موخه هراړخیز بحث او خبرې وکړې او لازمې پرېکړې وشوې او ترڅنګ یې ټینګار وشو، ترڅو د کندهار او هلمند ملکي او نظامي ادارې په خپلو منځو کې بشپړه همغږي راولي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا