ټولنه

د دوو پروژو د بنسټ ډبرې کيښودل شوې

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٤
په بلخ ولايت کې د دوو وګړنيو پروژو د بنسټ ډبرې کيښودل شوې.
دغه پروژې به د مزارشريف ښار د جنوب لويديځ په ٥٥ کيلومتري واټن کې د شولګرې په ولسوالۍ کې تطبيقې شي.
دبلخ ولايت د شولګرې ولسوال سراج الدين دباختر آژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ پروژه کې په پنځه کيلومتره سړک د کريړ اچول او د پنځو پلګيو جوړول شامل دي چې د (آى او ام) د مرکز له خوا د څه دپاسه شپيتو زرو ډالرو په لګښت جوړيږي .
دويمه پروژه چې د اوبو د يو سلو شلو متره کانال کيندل دي؛ هم د (آى او ام ) د دفتر په مرسته د لسو زرو ډالرو په لګښت جوړيږي.
خبرځاى زياته کړه: دغه پروژې د شولګرې ولسوالۍ د سترکوټ او کب جک په کليوکې تطبيقيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته