کندز باختر د ثور د مياشتې ٥ :
لس ټنه تېرتاريخ درمل پرون په کندز ولايت کې يووړل شول .
د کندز ولايت دعامې روغتيا رياست د سيمه ييزې روغتيا ساتنې آمر محمدنسيم عمري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه درمل چې درې مياشتې مخکې د عامې روغتيا رياست د پلټنې د هيئت له خوا په کندز د ښار له درملتونونو څخه راټول کړاى شوي و، پرون د موظف هيئت په وړاندې د کندز ولايت د دشت آبدان په ساحه کې له منځه يووړل شول.
عمري زياته کړه: د تېرتاريخ درملو د راټولولو بهير دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ