کابل/ باختر/ د چنګاښ ۲۴ مه
په بلخ کې د وسله والو طالبانو د ښخ کړای شوي ماین په چاودنه کې دوه ماشومان ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي باختر آژانس ته وویل چې دغه ماشومان د دغه ولایت د چاربولک ولسوالۍ په خان آباد سیمه کې د وسله والو طالبانو د ښخ کړای شوي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
رضايي زیاته کړه چې پېښه هغه وخت وشوه چې دغه ماشومان په لوبو بوخت وو.
ختم/ع
0 د یوې دقیقې څخه لږ