امنیت

په کونړ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده

– اسعد اباد/د چنګاښ ۱۱ مه/باختر
د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې طالبانو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند عبدالغني مصمیم د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په نښته کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زیان اوښتی او وسلې یې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په ورته وخت کې د مرورې ولسوالې اوسېدونکو د وسله والو دغه ډول برېدونه په کلکه غندلي دي.
دوی وايي چې وړمه شپه وسله والود کلیو له منځ څخه پر امنیتي پوستوبرېدونه وکړل چې له امله یې میرمنې، ماشومان او عام خلک زیانمن شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته