امنیت

د پرونۍ زلزلې له امله په پاکستان کې د سر د زيان شمېر ٣٠٠ تنو ته ورسيد

اسلام اباد  باختردلړم دمياشتې پنځمه :
د پاکستان په بېلابېلو سيموکې له ٤٨ ساعتونو اورښتونو وروسته پرون د ريکټر په مقياس د څه دپاسه اووه نيمو درجو په سختوالي سره يوې زلزلې د افغانستان ، پاکستان، تاجکستان، هندوستان او د آسيا د جنوب او مرکز د هيوادونو زياتره سيمې ولړځولې.
د ايرنا د خبر له مخې: د پاکستاني رسنيو او د سيمه ئيزو خبرځايونو له خولې او د مرستندويو ټيمونو له خوا  په را رسيدلو  خبرونوکې ويل شوي دي چې دپاکستان په بېلابېلو سيموکې دپرونې زلزلې له امله نږدې ٣٠٠ تنه وژل شوي او څه ناڅه ١٢٠٠ تنه نور ټپيان شوي او دغه راز په زرګونه تنه نور بېځايه شوي دي.
د دغې زلزلې مرکز د افغانستان په شمال ختيځه سيمه کې اعلام شوې ده، هغه سيمه چې د هندوکش  د غرونو  په لړى کې اعلام شوې ده چې د را رسيدلو خبرونو له مخې لا تراوسه پورې هم د مرستې او ژغورنې ټيمونه دغو غرنيو سيمو ته نه دي  استول شوي او ټاکل شوې وه دافغانستان دولت نن دسه شنبې د ورځې په سهار  د مرستې او ژغورني  ټيمونه دغو سيمو ته واستوي .
دغې زلزلې د خيبر پښتونخوا ايالت په قبايلي سيمو د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير او ګلګيت کې زيات تاوانونه اړولي دي. هغه سيمې چې پرله پسې توګه په ٤٨ ساعتوکې له وخت څخه مخکې د واورې داورښت ډګر و او په ځينو دغو سيمو کې څه دپاسه يو متره واوره شوې ده .
د پاکستان په زلزلې ځپلو سيموکې د واورې او باران سخت اورښت ددغې زلزلې له امله د تاوانونو د زياتوالي  سبب شوې ده. په دې ترڅ کې چې د مرستې او ژغورنې  عمليات يې له خنډ سره مخامخ کړي دي؛ په ځينو دغو سيموکې دځمکې او واورې ښوييدل د واټونو او سړکونو د تړلتيا سبب شوې دي او د ځمکې له لارې دمرستې رسولو کار ناشونى کړى دى.
  په پاکستان او دغه راز افغانستان په زياترو زلزلې ځپلو سيموکې سړښت ته په پاملرنې سره زلزلې ځپلې سخت شرايط په مخکې لري او په ګړنديتوب سره مرستې رسولو ته اړتيا لري .
د هند د شمال او آن ددغه هيواد پايتخت دځينو سيمو خلکو  دپرونې زلزلې له امله  سخت زيان احساس کړى دى.
په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دغې زلزلې په هندکې دومره تاوان نه دى اړولى او تر اوسه پورې يوازې د يوه سړي د وژل کيدو سبب شوې ده .
  په افغانستان کې د زلزلې له امله د سر د زيان په باب په نويو رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دزلزلې ځپلو سيمو څه دپاسه ٨٠ تنه  خلک وژل شوي او په سلګونه تنه نور ټپيان شوي دي .
  د زلزلې ځپلو سيمو د لارو خرابوالي ته په پاملرنې سره د سر د زيان د زياتوالي  احتمال شته خو د زلزلې دمرکز  غرني والي  او د سيمې  د وګړو د شمير کمښت  د دې سبب شوي دي چې د دغې زلزلې له امله  د هغې  سختوالي سره په پاملرنې سره  په نسبي ډول د سر د زيان شمير يې کم وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته