فرهنګ

دبلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې دعامه کتابتون نمايندګۍ پرانستل شو.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
دبلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې يو عامه کتابتون جوړ شو.
دبلخ ولايت دبلخ ولسوال عبدالحکيم دباختر آژانس خبريال ته وويل : ددغې ولسوالۍ دعامه کتابتون ودانۍ د آلمان په مرسته د اوو نيمو مليونو افغانيو په لګښت په يوه پوړکې په پاخه او اساسي ډول په يو کال کې جوړه شوې ده چې دمطالعې يو سالون ، دريفرنس دفتر دمراجعينو د راجسترخونه پخلنځى او نور ضروري ملحقات لري.  ده څرګنده کړه په دې کتابتون کې اوس په ادبي ، ټولنيز،فرهنګي، سياسي او اقتصادي برخو کې په بيلابيلو عنوانونو سره يو زرو اووه سوه توکه کتابتونه شته چې هره ورځ د زده کوونکو ،محصلانو ، ښوونکو او نورو مراجعينو پرمخ پرانستى دى .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته