فرهنګ

دکورنيو چارو وزارت خبرتيا :

کابل باختر دغبرګولي يو ويشتمه
دکورنيو چارو وزارت خبرتيا :
دکورنيو چارو وزارت دغبرګولي دمياشتې په څليرويشتمه ورځ  په دغه مرکز درسنيو دلاسبري دښه والي په مقصد يو ارتباطي مرکز جوړ کړى دى چې داړتيا په وخت کې په ټول هيواد کې درسنيو دستونزو دلرې کولو اوهمکارۍ په مقصد او دخبرونو او رپوټونو دبرابرولو او څارنې او له ټولو څخه مهم دانتخاباتو په بهير کې  دپوليسو دلاسوهنې او دانتخاباتي بهير دامنيت په تامينولو پورې دنورو اړوندو ستونزو او شکايتونو دحل کولو په خاطر ددغو ګڼو تيلفونونو له لارې  اړيکې ونيسي او له ډيل پرته هغه په جدي توګه څيړي .
داړيکې نمرې  ٠٢٠٢٢١٠١٩٠ او ٢٢٠٢٩٣٢
ديادونې وړ ده چې دغه شميرې يواځې دروان کال دغبرګولي دمياشتې په څليرويشتمه نيټه  دانتخاباتو په ورځ فعالې او دلاسبري وړ دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته