خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین د هرات له ملي راډیو تلویزیون څخه لیدنه وکړه

کابل، د مرغومې ١١مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له ملي راډیو تلویزیون څخه لیدنه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ مهاجر فراهي د دغه لیدنې پرمهال ټينګار وکړ، چې د دغه شبکې ستونزې به حل او اړتیاوې به یې پوره کړي.
په همدې حال کې د هرات د ملي راډیو تلویزیون آمر حبيب الرحمن حبيبي وویل، چې اوسمهال اړتیا ده، څو دغه شبکه په سپوږمکۍ کې خپرونې پیل کړي.
نوموړي په دې برخه کې له مهاجر فراهي څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
ورته مهال د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولانا نعيم الحق حقاني د دغه شبکې د نشراتو ستاینه وکړه او ويې ویل، چې اوسمهال دغه شبکه په تعلیمي او فرهنګي برخو کې خپرونې کوي او هڅه کوي، چې د دغه شبکې نشرات سپوږمکۍ ته واړوي.
په وروستیو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين مهاجر فراهي ډاډ ورکړ، چې د دغه شبکې په سپوږمکۍ کې د نشراتو د پیل وړاندیز به پلازمېنه کابل کې له مشرتابه سره شریک کړي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا