سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل باختردوږي دمياشتې ١٧ مه :
د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون له غرمې مخکې جوړه شوه.
دجمهوررئيس دوياندمطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د بادغیس د قلعه نو ښاروالۍ د انکشافي طرحې، د لغمان د مهترلام ښاروالۍ د انکشافي طرحې، د عامه او دولتي ساختماني پروژو د مدیریتي طرزالعمل او د انکشافي برنامو د تمویل په موخه د ځمکې د ارزښت زیاتوالي څخه د استفادې طرحې په اړه بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د قلعه نو ښاروال عبدالقدیر کامران د بادغیس د قلعه نو ښاروالۍ انکشافي طرحه غونډې ته وړاندې او د یادې ښاروالۍ د لاسته راوړنو او ننګونو په اړه د خبرو پرمهال یې خپل وړاندیزونه هم وکړل.

هغه وویل، درتبو او معاشونو تنظیم، داصنافو صنف بندي،د ښاروالۍ
برنامو کې د خصوصي سکتور شریکول، د عوایدو د جذب لپاره د استوګنې ځایونو او سوداګریزو مرکزونو سروې، د عوایدو د برخې جدي څارنه، ۶۰ سلنه د عوایدو زیاتوالی، د شکایتونو د صندوق ایجاد، د کارکوونکو د ظرفیت لوړول، ورزش او ځوانانو ته د بودجې ځانګړي کول، د سړکونو قیرکول او د کانالونو جوړول او د ښځو لپاره له سلو څخه د زیاتو دوکانونو لرونکی ځانګړی مارکېټ د قلعه نو ښاروالۍ له لاسته راوړنو څخه دي.
کامران د قلعه نو ښاروالۍ سره د پولیسو کمزورې همکاري، د خپلسرو کورونو جوړول او د دولتي ځمکو کمبود د ننګونو په توګه یادې کړې او وړاندیز یې وکړ چې د ښوونکو او شهیدانو کورنیوته د ښارګوټو جوړولو لپاره د ځمکې خریداري  او د صنعتي پارکونو ایجاد ته دې پام وشي.
په دې غونډه کې دښارجوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري په قلعه نو کې د څښاک د صحي اوبو په اړه خبرې او همدارنګه وړاندیز وکړ چې د کال په پای کې دې ټولې ښاروالۍ وارزول شي او په خپلو کړنو کې بریالۍ ښاروالۍ دې وهڅول شي.
وروسته د اقتصاد وزارت سرپرست مصطفی مستور، د ترانسپورت وزارت سرپرست حمیدالله طهماسي او د ځمکو ادارې رئیس جواد پیکار په دې اړه خپل لیدلوري مطرح کړل.
د زیربناو په چارو کې دجمهوررئیس سترسلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي وویل، بادغیس ولایت ته د برېښنا په غځولو سره د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې ښه انکشافي فرصتونه برابرېدلی شي.
جمهور رئیس غني د قلعه نو ښاروالۍ فعالیتونو څخه د مننې پرمهال وویل، یو پلاوی دې بادغیس ته واستول شي چې د قلعه نو ښار راتلونکي انکشافي پلانونه وارزوي.
هغه زیاته کړه، په دې ښار کې د سړکونو په پراختیا باید زیات کار وشي.
جمهور رئیس په قلعه نو ښار کې د ښځو لپاره د مارکېټ ایجاد یو ښه اقدام وباله، وېې ویل: د قلعه نو ښاروالۍ د زیاتې هڅونې په موخه دې بودجه په پام کې ونیول شي او د زیات انکشاف ظرفیت لرونکې سیمې دې وارزول شي.
وروسته د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د لغمان د مهترلام انکشافي طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
هغه د ښې حکومتولۍ، عوایدو، مالي مدیریت، دخدماتو د وړاندې کولو، د ځمکې د غصب د مخنیوي، شفافیت، د کنټرول او نظارت سیستم د عصري کولو او د ښاروالۍ تصمیمونو کې د وطنوالو د ونډې په برخو کې د یادې ښاروالۍ د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
ده په مهترلام ښار کې دکانالیزاسیون نشتوالی، د څښاک دروغتيايي اوبو نشتوالی، د زیربنایي پروژو د تطبیق په خاطر د بودجې نشتوالی او د نقلیه وسایطو کمبود د مهترلام ښاروالۍ عمده ستونزې یادې کړې او وړاندیز یې وکړ چې د ځمکو د غصب مخنیوی دې وشي او د ښاري خدماتو د ښه والي او د لویو زیربنایي پروژو د تطبیق په خاطر دې بودجه په پام کې ونیول شي.
د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري وویل، په لغمان ولایت کې منظم ښاري زراعت یوه لاسته راوړنه ده چې په نورو ولایتونو کې د الګو په توګه ورڅخه استفاده کېدلی شي.
د اوبو رسولو شرکت عمومي رئیس انجنیر یلاني وویل، د اوبو رسولو سیستم د ایجاد په خاطر په مهترلام ښار کې سروې او ډیزاین ترسره شوی دی، مالي منابع یې موجودې دي او په اړه یې اقدام کېږي.
جمهور رئیس غني د مهترلام ښاروالۍ د فعالیتونو مننه وکړه وېې ویل: په مهترلام ښار کې شوي نوښتونه دې په نورو ولایتونو کې هم وشي.
هغه په ښارونو کې د آدرسونو تثبیت مهم وباله او همدارنګه یې ټینګار وکړ چې د ښارونو پلاني ساحې دې مشخصې شي.
جمهور رئیس وویل: کومې ښاروالۍ چې د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې کوښښ کوي او دولت ته یې ورګرځوي، مالیې وزارت به ورته تشویقي بودجه په پام کې ونیسي.
ورپسې د ښارجوړولو وزارت د نظارت او مراقبت رئیس سیدنسیم خليق
د عامه او دولتي پروژو مدیریتي طرزالعمل غونډې ته وړاندې کړ.
هغه وویل: دا طرزالعمل د ښار جوړولو وزارت د اجراتو او فعالیتونو          د تنظیم مقررې د ۱۳ مادې مطابق په ۴ څپرکو او ۱۳ مادو کې تنظیم شوی دی.
خلیق څرګنده کړه، د دې طرزالعمل موخه د عامه دولتي ساختماني پروژو د تطبیق بهیر د چټکولو په موخه د اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ او اسانتیاو ایجاد، د شفافیت د اصل تامین، د عامه دولتي ساختماني پروژو موثریت او د ملي او بین المللي معیارونو مطابق د عامه دولتي ساختماني پروژو د معیاري مدیریت سیستم ایجاد دی.
د زیربناو په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي په دې اړه وویل، باید په ښاري پلانونو کې د انرژۍ د مصرف لپاره معیارونه ولرو او د تاسیساتو د حفظ او مراقبت برخې ته جدي توجه وکړو.
مصطفی مستور وویل: د پروژو اقتصادي تحلیل مهم دی، تر څو پروژې له سکتګي او ستونزې پرته په ټاکلي وخت تطبیق شي.
د افغانستان برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب وویل، موږ باید دحفظ او مراقبت یو لارښود ولرو چې موږ ټول ور څخه ګټه واخلو.
د هېوادجمهور رئیس دښارجوړولو وزارت څخه په مننې وویل، اساسي موخه داده چې د دولت زیربناو کې یوه منظمه ساختماني برنامه ولرو، تر څو زیربناوې په منسجمه توګه ایجاد شي.
هغه زیاته کړه، د ښارونو د انکشاف واضح تحلیل باید ولرو، تر څو د راتلونکو مرکزونو وده او انکشاف تشخیص شي.
جمهور رئیس غني وویل: ښار جوړولو وزارت دې له خپلو تصدیو څخه اعظمي استفاده وکړي او معیارونه دې رعایت کړي.
هغه څرګنده کړه، دولتي املاک باید په ټول هېواد کې واضح شي تر څو په دې اړه یو جامع ډیټابیس ولرو. 
د غونډې په پای کې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي د انکشافي برنامو د تمویل په موخه د ځمکې د ارزښت زیاتوالي څخه د استفادې طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
نوموړي اهل ته د کار سپارل، د اداري فساد کموالی، د عوایدو په راټولولو کې د اصلاحاتو پروسو بشپړول، د عوایدو د راټولولو په برخه کې د قوانینو تعدیل، د کابل ښار د ملکیتونو پیشنهادي قېمتونو تصویب او د پولیسو جدي همکاري د عوایدو د ودې مهم شرایط وبلل.
د کابل ښاروالۍ سرپرست وویل، د انکشافي پروژو د تمویل په موخه د مالي منابعو لاسته راوړل، ښه والی او خدمات د غیر پلاني ساحو د انکشاف او د ټولو زیربناو د جوړولو، د لاسرسي د ښه والي، د ځمکې د ارزښت د زیاتوالي، د ژوند د کیفیت ښه والي، اقتصادي رقابت او ښاري ودې او همدارنګه د خطرونو او د ژوند چاپیریال د زیان د کموالي لامل کېږي.
د کلیو پراختیا وزیر په دې اړه وویل: موږ باید د عوایدو د جذب تر څنګ خدماتو ته هم پام وکړو.
مصطفی مستور وویل: ښارګوټي د ښاروالۍ له منابعو څخه یو دي چې ویزه شوي نه دي ، زیاته کړه، غیرپلاني ښارګوټي کولای شي د عوایدو برخه وي.
جمهور رئیس غني په دې اړه وویل: کابل ښاروالۍ له بانکونو سره خبرې کولی شي، تر څو د پورونو په ترلاسه کولو سره خپل پلانونه عملي کړي.
جمهور رئیس زیاته کړه : زموږ اصلي موخه د خلکو د ژوند ښه والي ته پام دی چې د هغوی د وس مطابق کورونه ورته برابر کړو.
هغه د ژوند چاپیریال پر ارزښت ټینګار وکړ او وېي ویل زموږ برنامې باید د ژوند چاپیریال سره په تضاد کې نه وي.
جمهور رئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل: پلانونه د عملي کولو لپاره زیات دقت او ارزونې ته اړتیا لري.
پاى ذکرالله
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته