ټولنه

دکندز ولايت له پيښو سره دمبارزې رياست دمرستيال مړى وموندل شو .

کابل باختر د وري پنځمه :
دکندز ولايت له طبيعي  پيښو سره دمبارزې  رياست دمرستيال مړى له شلو ورځو وروسته  په بغلان ولايت کې  دخلک له خواوموندل شو .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال کرام الدين سريع باختراژانس ته وويل دکندز ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې رياست مرستيال شير احمد چې له شلو ورځو راپديخوا  په بغلان ولايت کې  بې درکه شوې  و، دوه ورځې  مخکې مړي يې  دپلخمري دنساجي دبريښنا بند په سيند کې  دخلکو له خوا وموندل شو .  دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست دخپرونو مسوول ډاکتر شاه محمد هوفياني  وايي په مړي کې د ټپونو او دزندى کولو نښې ليدل کيږي .
دبغلان ولايت  دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفترمسوول ذبيح الله شجا ع وايي يوتن د قضيې  په تور دملي امنيت دمنسوبينو له خوا نيول شوى دى او ددغې بې رحمانه وژنې اصلي علت  روښانه نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته