کابل باختر د ثور يوولسمه :
د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړى د بم د چاودنې له امله ټپي شو .
ځايي چارواکي وايي چې د ولايتي شورا غړى افتخار مومند نن سهار نهه بجې د کامې ولسوالۍ ته روان وو چې د دغې ولسوالۍ د تري د کلي په سيمه کې پرې چاودنه وشوه.
په دې چاودنه کې د ولايتي شورا د دغه غړي يو ساتونکى وژل شوى او د ده د دوو تنو نورو ساتونکو په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي .
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې؛ په دې چاودنه کې افتخار مومندله خپلو دوو تنو ساتونکو او يو خپلوان سره ټپي شوي دي .
ده، په دې چاودنه کې د ننګرهار د ولايتي شورا د دغه غړي د يو ساتونکي وژل کېدل هم تايېد کړل .
د ننګرهار ولايت د ولايتي روغتون ډاکټرانو د ولايتي شورا د دغه غړي او د نورو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
تراوسه پورې د دغه بم د ښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخېستى خو يوشمېر امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان د هغه عاملين بولي .
ختم_ سعيده _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل