غزني باختردکب دمياشتې١٨ نيټه :
دوه تنه د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې پرون په ډزو سره ووژل شول.
د باخترآژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ د دغه ولايت د قره باغ ولسوالۍ د نوآباد کلي اوسيدونکي سيدولي ادعا لري چې ناپيژاند وسله وال کسان د دغه کلي جومات ته ننوتل او دوه تنه يې له جومات څخه وايستل او وروسته يې د خلکو دسترګو په وړاندې په ډزو سره ووژل .
تراوسه پورې د دغه ولايت پوليسو د دغې پيښې په باب خپل نظر نه دى څرګندکړى. پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ