خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیر خواه د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنک له رییس سره نن په خپل دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د ګرځندوی، لرغونو سیمو او تاریخي آبداتو ساتنې په برخه کې خپل راپور وړاندې کړ او په یو شمېر برخو کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه له سرپرست وزیر سره د واخان د قومونو پر یووالي هم خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ترسره کړي فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې ستونزو ته به یې رسیدګي کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر پرون د کونړ او څو ورځې وړاندې د نورستان او پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ له رییسانو سره هم کتلي وو او د هغوی وړاندیزونه او ستونزې یې اورېدلې وې.
ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا