دوبي باختر د ثور پنځلسمه
څه دپاسه ١٣ مليونو تنو سيلانيانو په ٢٠١٤ ميلادي کال کې دوبي ته سفر کړى دى .
باخترآژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: د عربي متحده اماراتو مامورينو داسې ارقام خپاره کړي دي چې په دغه هيوادکې د سياحت د ودې څرګندوى دى .
د خپرو شويو ارقامو له مخې: په تير ميلادي کال کې څه دپاسه 13.2 مليونو تنو دوبي ته سفرکړى دى چې د ٢٠١٣ کال په پرتله په سياحت کې په سلوکې 8.2 زياتوالي ښيي.
د عربي متحده اماراتو مامورينو وويل: هيله لري چې دغه شمېر تر٢٠٢٠ کال پورې٢٠ مليونو تنو ته ورسيږي.
د منځني ختيځ کړکيچن حالات د دې سبب شوي دي چې دوبى د سياحت، کار او پانګونې لپاره په يوه خوندي ځاى بدل شي.
1 1 دقیقه لوستل