خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر لوګر ته سفر وکړ

کابل، د لړم ۱۳ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیر خواه نن د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته سفر وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې، ښاغلي خیر خواه په دغه سفر کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست فعالیتونه ارزولي او د فرهنګي میراثونو پر ساتنې او بیا رغونې یې ټينګار کړی دی.
هغه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع الله صمیم ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او په یو شمېر برخو کې یې ورته لازمې لارښوونې کړې دي.
سرچینه زیاتوي چې سرپرست وزیر د دغه سفر په ترڅ کې پر یو شمېر تاریخي سیمو سربېره د لوګر پادخواب شانې کلي ته هم ورغلی او په یاد کلي کې یې د میر سید محمد ولي زیارت کتلی دی.
د میر سید محمد ولي زیارت کابو ۵۰۰ کاله لرغونتوب لري.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر کندهار ولایت ته سفر کړی و او د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فعالیتونه یې ارزولي وو.
د یادونې وړ ده چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې تاریخي آبدې بیا رغونې ته اړتیا لري، خو د اطلاعاتو او فرهنک وزارت ويلي چې د فرهنګي میراثونو بیا رغونه یې لومړیتوب کې دي.
ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا