خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر کندهار ته سفر وکړ

کابل، د تلې ۲۱ مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیر خواه کندهار ولایت ته په سفر کې د دغه ولایت د کرونا د درملنې ۳۵۰ بستریز روغتون وکوت.
د باختر آژانس د خبر له مخې، په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیر خواه د کندهار د عینو مېنې د ۳۵۰ بستریز روغتون ستونزې واورېدې او له یو شمېر ناروغانو سره یې نغده مرسته هم وکړه. ښاغلي خیر خواه وویل چې هڅې به وکړي چې دغه روغتون د زون نه بلکې د هېواد پر کچه پر ځان بسیا روغتونو له جملې څخه شي.
هغه د روغتون مشر ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې د حل په موخه اړوندو مسوولینو پورې ورسوي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا