کابل، د زمري٤مه، باختر
د پنجشېر د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو نن په دغه ولايت کې د ٧ کيلو ګرامه نشه يي توکو د کشف او ضبط خبر ورکړ.
د پنجشېر د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير حرمت الله باختر اژانس ته وويل؛ دغه نشه يي توکي د پنجشېر مرکز بازارک په مربوطاتو کې کشف او ضبط شول.
هغه زياته کړه چې د دغو توکو د لېږد په تړاو يو تن نيول شوى دى.
\ ذ