(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ستراتیژیک پلان جوړولو په اړه روزنیز پروګرام پیل شو

 کابل، ۱۷ ثور، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معینیت، نن د دغه وزارت د ستراتیژیک پلان لارښود د جوړولو په اړه روزنیز پروګرام پیل کړ.

د دغه پروګرام د پیل موخه، د ستراتیژیک پلان جوړولو د انګېزې رامنځته کول او په وزارت کې د هغه ارزښت او اړتیا ده.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دغه پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي، اداري او د ګرځندوی معین مولوي سعدالدین سعید، د دغه شان پروګرامونو جوړول مهم وبلل او ويې ویل: هغه کسان چې په خپل ژوند کې پلان ونلري؛ په ژوندانه کې تر ټولو ډېر سرګردان دي، له همدې امله موږ باید خپل رسمي او شخصي کارونه له پلان سره سم ترسره کړو.

هغه، د پلان جوړولو پر ارزښت خبرې وکړې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ستراتیژیک پلان د جوړولو په برخه کې یې د وزارت د چمتووالی او هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس فدا محمد دوست، وویل: د ژوندانه ټولې چارې پلان ته اړتیا لري او هغه کسان خپلو اهدافو ته رسېږي چې ښه پلانونه ولري.

هغه زیاته کړه چې پلان، د ادارې د پرمختګ سبب کېږي؛ تحرک رامنځته کوي؛ د وقت د ضایع کېدو مخه نیسي او اداره خپلو موخو ته رسوي.

په همدې حال کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ظرفیت لوړولو او د ادارې د انکشاف آمر محمد عیسی خاطرزي، د یاد  پروګرام د پیل د موخو په بیانولو سره، وویل: دا لومړنی ګام دی چې د وزارت د ستراتيژیک پلان لارښود د جوړولو په لاره کې پورته کېږي.

د هغه په وینا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ستراتیژیک پلان لارښود جوړولو په اړه روزنیز پروګرام به د شپږو میاشتو لپاره دوام وکړي چې په پایله کې به د وزارت لپاره پنځه کلن ستراتيژیک پلان جوړ شي.

ټاکل شوې ده چې په دغه روزنیز پروګرام کې د ادارې، مدیریت، د پلان جوړولو د ارزښت او اړتیا، د ستراتيژیک پلان د جوړولو او د دغه شان پلان د ځانګړتیاوو او په ادارې او پلان جوړولو اړوند نور موضوعات له ګډونوالو سره شریک شي.

وهاج\

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا