خبرونهامنیت

اته دېرش طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل / د زمري ۲۲مه / باختر

په بلخ کې ۳۸ وسله وال طالبان پرون مازيګر په هوايي بريدونو کې ووژل شول.

باختر آژانس د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ؛ په هغو هوايي بريدونو کې چې د بلخ د چمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو د راټولېدو پرسيمو ترسره شول، ٣٨ وسله وال طالبان ووژل شول.

خبرځاى زياته کړه: د دغو بريدونو په بهير کې ١٨ نور طالبان ټپيان شول او د هغوى يو موټر، يوه داشکه او جنګي وسايل له منځه يوړل شول.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته