(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست په مشرۍ د نشراتي بهیر د لا چټکیا په موخه غونډه جوړه شوه

۴کابل، د غوایي ٢٨مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ وزارت مقام کې د مطبوعاتي بهیر د لا چټکیا په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د خپرونو چارو مرستیال د کلتور او هنر مرستیال، ملي راډیو تلویزیون لوی رئیس، مرستیال او د نشراتو معینیت رئیسانو ګډون کړی و.

په دغه غونډه کې ورپسې ملا خیرالله خیرخواه د تېر کال پر مطبوعاتي بهیر رڼا واچوله او د مسوولینو کړې هڅې یې وستایلې.

نوموړي دغه راز د تېرو نیمګړتیاوو او په راتلونکي کې د مطبوعاتي بهیر د لا بهبود او پرمختګ په پار یې اړوند مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

ورپسې مرستیالانو او رئیسانو د نشراتي برخې د پرمختګ او پر وړاندې یې د شته ستونزو په پار خپل نظرونه شریک کړل.

د غونډې په پای کې د راتلونکي لپاره لازم تصميمونه ونیول شول، چې د پلې کېدو لپاره به یې بېلابېلې کمېټې وټاکل شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا