امنیت

د دايکنډي د امنيه قوماندان دتعقيبي موټر خونړى ګړنديتوب.

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٥  :
د دايکنډي د امنيه قوماندان دتعقيبي موټر د ګړنديتوب له امله دوه تنه ټپيان شول.
دغه پيښه  نن دنيلي ښار دزاړه بازار  او نوي ښارګوټي په واټ کې   هغه وخت رامنځته شوه چې   دجنرال سيدباقر مرتضوي دسپرلۍ دکاروان يو موټر   له يوه موټر سايکل سره ټکروکړ.
ددايکنډي ولايت يو سيمه ييز مسوول  چې دنامه له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه  دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  چې په دې پيښه کې دوه تنه ټپيان شوي دي.
يوتن ټپي اسد  وايي  چې  په موټرسايکل کې  دنيلي ښار  ته روان و  چې د
دايکنډي ولايت  دامنيه قوماندان دسپرلۍ  دکاروان يو موټر  په داسې  حال 
کې  چې   بې لاسه روان و ، له ده سره يې ټکر وکړ .
ددايکنډي دمرکز دروغتون  ډاکترانو  ددغې پيښې  ديوه تن ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى.
په همدې حال کې ددايکنډي ولايت امنيه قوماندان مني چې  دغه  دوه تنه دده  
له تعقيبي موټر سره دټکر له امله ټپيان شوي دي.
ده سيمه ييزو رسنيو ته ويلي  دي چې موضوع يې ددغه ولايت دترافيکو دپيښو مديريت ته  سپارلې ده  خو ددايکنډي ولايت دترافيکو مسوولين په    دې باب څه نه وايي.
دهېواد خلک تل   په هغه څه  چې دپوځيانو دوسايطو ګړنديتوب او  زبرځواکي بولي  سخت انتقاد کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته