
کابل، د کب ۲۵مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځوانانو او فرهنګيانو په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
د غونډې پیل کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئيس شبير احمد عثماني مولوي عتیق الله عزيزي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغه رياست د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې قومي مشر قاضي احمد ببرک زوی وینا وکړه او ویې ويل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره هېواد کې فرهنګي چارې ګړندۍ شوې، چې ټول فرهنګي او کلتوري ميراثونه به راژوندي کړي.
وروسته مولوي عتیق الله عزيزي غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې خوست يوازې د يو ولايت د فرهنګ او ادب ښکارندويي نه بلکې؛ د يوې لويې فرهنګي حوزې په توګه یې تبارز کړی دی.
عزيزي زياته کړه، چې خوست په خپله غېږه کې تل د هېواد په کچه پياوړي او نوموتي ليکوالان، شاعران او اديبان روزلي دي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د دې سیمې د ښېرازۍ لپاره به خپلې هڅې ونه سپموي او په ځوانانو یې غږ وکړ، چې په وطن کې د شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره خپل ولس او هېواد ته خدمت وکړي.
هغه وویل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت به د ځوانانو لپاره د هر ډول پروګرامونو په لاره اچولو کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
مولوي عتيق الله عزیزي همدا راز د تاريخي او فرهنګي بنسټونو د رغونې او د خوست ملی موزيم لپاره د ودانۍ جوړولو ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې آزادو رسنیو، ژورنالیستانو او ادبي ټولنو ته به هم پوره پاملرنه کوي.
ورته مهال نوموړي د خوست شیخ زاید پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنګ، د دغه پوهنتون له رییس سره په کتنه کې په پوهنتون کې د ځوانانو په ښه روزنه خبرې وکړې.
لمر