کابل باختر دکب يو ويشتمه :
دلغمان ولايت دقرغيو په ولسوالۍ کې پنځه کلي ددولت دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په هغو عملياتو کې چې پرون د ٢٠١ سيلاب قول اردو دلومړى لوا دڅلورم کندک دمنسوبينو له خوا دملي پوليسو او دملي امنيت دمنسوبينو په همکارۍ ترسره شول دلغمان ولايت په قرغيو ولسوالۍ پورې اړوند دزنکوره ، عزيز خان کڅ ، باغ کيان ، ميابانډه او دماهيګرانو کلي ددولت دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شول .
په دغو عملياتو کې يوه تومانچه او دهاوان لس سرګلولې هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ