
کابل، د وري ۱۳مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د مطبوعاتو د آزادۍ نړيواله ورځ ونمانځل شوه.
په هغه غونډه کې چې نن په همدې موخه د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او کلتور وزرات مسوولينو، د رسنيزو بنسټونو مسوولینو، خبريالانو او فرهنګيانو پکې ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتیق الله عزيزي په دغه غونډه کې وويل چې رسنۍ د کلتوري يرغل او د سمت، ژبې، قوم او مذهب په نومونو د افغانانو ترمنځ د نفاق خپرولو په موخه د دوښمنو کړيو د دسيسو په شنډولو کې مهم رول لوبولای شي.
عزيزي زياته کړه، چې اسلامي امارت د رسنيو او رسنيزو بنسټونو د اقتصادي ستونزو د حل او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د لا ډېرو آسانتياوو رامنځته کولو هڅې کوي او د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د بيان او رسنيو آزادۍ ته پوره ژمنتيا لري.
نوموړي همدارنګه وويل چې هيڅوک هم د ټولنې د ستونزو او غوښتنو په شريکولو کې د رسنيو د ارزښتناک رول څخه انکار نشي کولای.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين مولوي سعد الدين سعيد په دغه غونډه کې وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بيان آزادۍ ته ژمن دی او د ټولو وزارتونو له وياندويانو سره به په نږدې راتلونکي کې له خبريالانو سره د همکارۍ په تړاو ناسته ترسره شي.
په ورته وخت کې د موبي رسنيز ګروپ مشر، چې رسنیو په استازیتوب يې په یاده غونډه کې خبرې کولې، خپلې ستونزې يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسوولنیو سره شريکې کړې او يې ويل چې د اسلامي امارت د بيا واکمنېدو په لومړيو شپو ورځو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او سوداګريزو اعلانونو د څرنګوالي په برخه کې رسنۍ له ستونزو سره مخ وې، خو اوسمهال دغه ستونزه تر ډېره بريده حل شوې ده.
په ورته وخت کې د کابل پوهنتون استاد شفيق وردګ د مطبوعاتو آزادۍ د ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې په افغانستان کې لا هم د بيان آزادۍ لپاره مشخص تعريف شتون نلري او د رسنيز نظام د ستونزو د حل او له حکومت سره د ښې همغږۍ لپاره تر ټولو غوره لار دا ده، چې ملي ارزښتونه په واضح ډول تعريف شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو په دغه غونډه کې ډاډ ورکړ، چې د رسنیو او رسنیزو بنسټونو د ستونزو د حل په موخه به هڅو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ولایتي ریاستونو له لوري ونمانځل شوه.
افغانمل