
کابل، د کب ۲۵مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد لغمان ته د خپل سفر پرمهال په دغه ولایت کې د ځوانانو د روښانه راتلونکي فرصتونو تر سرلیک لاندې سیمنار کې ګډون وکړ.
پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي پرانستونکې وینا وکړه راغلي پلاوي ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې لغمان ډېر با استعداده ځوانان لري او تل یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ په ملي مسایلو کې برخه اخیستې ده.
وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد وویل، چې که غواړئ افغانستان پرمختک وکړي نو اسلامي شرعي اساسات، ښه اقتصاد، تعلیم، امنیت او سیاسي پیاوړتیا ته باید زیاته پاملرنه وکړئ.
راشد زیاته کړه، چې ځوانان باید د کفارو پر وړاندې په فرهنګي، رسنیزه او اقتصادي جګړه کې د اسلامي امارت ترشاه و درېږي او اجازه ورنه کړي، ترڅو زموږ د هېواد په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي او ځوانان مو بې لارې کړي.
هغه ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت مشرتابه دې ته ژمن دی څو خپل ولس ته کار وکړي او د ځوانانو چارو معینت هم هڅه کوي، چې ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
د دغه سیمنیار په پای کې د قاري محمد یونس راشد او ځوانانو ترمنځ آزاد بحث ترسره شو، چې په کې د ځوانانو خپلې غوښتنې او ستونزې له نوموړي سره شریکې کړې، چې له ځوانانو چارو مرستیال له لوري ورته د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.
ورته مهال نوموړي له والي الحاج قاري زین العابدین عابد، د اطلاعاتو کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي او ځوانانو سره تر لیدنې وروسته د ځوانانو ښوونیز مرکز پرانسته وکړه چې په کې به په وړیا توګه بېلابېلې دیني او عصري زده کړې کوي، ترڅو د لغمان ځوانان په مختلفو برخو کې زده کړې وکړي او تعلیم یافته شي.
لمر