کابل باختر د ثور نهمه :
په ننګرهار ولايت کې د سلګونه جريبه ځمکې په ساحه کې کرل شوي کوکنار واړول شول .
دغه کوکنار دکوټ ، اچين .او د هسکې مينې په ولسواليو کې اړول شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې، په تېرو ٢٤ ساعتو کې په دغه ولايت کې په څه ناڅه اته سوه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار دکوکنارو پرخلاف د کمپاين په بهير کې اړول شوي دي .
په دې کمپاين کې د کرنې او اوبو لګولواو له نشه يي توکو سره د مبارزې د ادارو مسوولينو او امنيتي ځواکونو ګډون کړى و .
تراوسه پورې په زرګونه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړول شوي دي .
سيمه يېز مسوولين وايي چې دغه کمپاين به په ننګرهار ولايت کې د ټولو کرل شويو کوکنارو تر اړولو پورې دوام وکړي .
د يوبل خبرله مخې ، په لسګونه تنه د جنايي جرمونو په تور په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
دغه کسان د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهير کې د دغه ولايت په ځينوسيمو کې د عملياتو او پلټنې په بهير کې د وژنې ، غلا ، شوکمارۍ ، انسان تښتونې او د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نيول شوي دي . ختم _ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل