(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست کارونه وستایل

کابل، د غوایي ۱۳مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي ذبیح الله نوراني سره وکتل.
په پیل کې مولوي ذبیح الله نوراني خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، او شته ستونزې له ملا خیرالله خیرخواه سره شریکې کړې او زیاته یې کړه، چې بلخ په فرهنګي ډګر کې ډېر ښه روان دی او نوره هم هڅه کوي تر څو د بلخ ښاریانو لپاره فرهنګي غونډې جوړې کړي.
نوراني دغه راز د فرهنګي او ادبي غونډو په جوړولو کې له نوموړي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورته مهال ملا خیرالله خیرخواه نوموړي ته له ښه راغلاست وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه والي لپاره یې ورته لازمې مشورې او سپارښتنې وکړې. نوموړي همدا راز د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ور کړ او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا