کابل / باختر/ دسلواغې دمياشتې ٩ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې دوه کليوالي سړکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
دغه سړکونه د پنځو کيلومترو په اوږدوالي او د پنځو مترو په سور د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په دُربابا ولسوالۍ کې جوړ شوي دي.
د دغو سړکونو د جوړولو لګښت ۴ ميليونه ۵۰۰ زره افغانۍ کيږي چې دننګرهار ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست له خوا ورکړ شوی دی.
د دغو سړکونو په جوړولو سره بازارونو او عمومي واټ ته د خلکو په تګ راتګ کې اسانتياوې رامنځته شوې دي.
د ننګرهار ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رئيس مجيب الرحمن ضيا باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت په نورو سيمو کې هم د لسګونو کليوالي سړکونو د جوړولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
پاى ج ذ