
کابل، د غوايي ۱۹مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن په خپل کاري دفتر کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي رفیع الله صميم سره وکتل.
صمیم په دغه کتنه کې خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه او شته ستونزې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او زیاته یې کړه، چې په نږدې ورځو کې به د قلموالو او فرهنګپالو لپاره د سنځل ګل مشاعره جوړه شې او په پراخه کچه به د لرې او نږدې سیمو مشران، لیکوالان، قلموال او فرهنګپال په کې ګډون وکړي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رياست کړنې او فعاليتونه وستایل او د چارو د لاښه کېدو او پرمختګ لپاره یې لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ، چې د سنځل ګل مشاعرې په جوړولو کې به د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره پوره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست پرون د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره هم ناسته درلوده.
افغانمل