(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست فعالیتونه وستايل

کابل، د غوایي۱۴مه، باختز
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي نور محمد حنیف سره وکتل.
د دغه کتنې په پیل کې مولوي نور محمد حنیف وویل، چې ننګرهار د پوهې او ادب کور دی او هڅه کوو د ځوانانو لپاره روزنیز او ښوونیز مرکزونه جوړ کړو.
حنیف زیاته کړه، اوس هم پلان لرو چې په خان عبدالغفار خان کمپلکس کې د ځوانانو لپاره د یو ښوونیز او روزنیز مرکز جوړ کړو.
د نوموړي په وینا، په دغه ولایت کې د رسنیو سره د همغږۍ په موخه هره اوونۍ خبرې کنفرانسونه جوړېږي.
ورته مهال ملا خيرالله خیرخواه د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه والي او پرمختګ لپاره یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې او د اړونده برخو کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ور کړ.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا