امنیت

خبرتيا

کابل باختر د ثور دمياشتې  ٢٦ :
د ملي دفاع وزارت خبرتيا
د نجونو او هلکانو په ګډون د لوړو او نيمه زده کړو د موسسو  او د دولسمو ټولګيو د ١٣٩١ _  ١٣٩٢  او ١٣٩٣ کلونو فارغانو او د حربي ښوونځي هغو فارغانو ته چې د هوايي پوځ د پيلوټى او انجنيرى د روزنيز مرکز په آزموينه کې د شموليت هيله ولري؛ خبرورکول کيږي چې دنوم ليکنې لپاره دې د روان کال د ثور د مياشتې له ٢٧نيټې څخه د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د ملي اردو د جلب او جذب مرکزونو ته ورشي.
آزموينه د ١٣٩٤ هجري لمريز کال د غبرګولي دمياشتې په٥ نيټه د خواجه رواش په هوايي ډګرکې د ملي اردو د هوايي پوځ په قوماندانۍ کې اخيستل کيږي.
د شموليت شرطونه:
د تابعيت تذکره،
  د فراغت سند،
په انګليسي ژبې پوره واکمني،
  د درې کلونو نمرو اوسط بايد په سلوکې څه ناڅه ٧٠  وي، 
کانديد بايد پوره روغتيا او لوړه فزيکي ځواکمني ولري، 
کانديد بايد جرمي سابقه ونلري او په نشه يي توکو روږدى نه وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته