(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره وکتل

کابل، د وروي ۱۵ مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خيرالله خير خواه نن په خپل کاري دفتر کې د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رئيس مولوي نصرالله ملک زاده سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي ملک زاده خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شريکې کړې.
هغه دغه راز په پنجشير کې د فرهنګي غونډو او نندارتونونو جوړېدو په برخو کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د هغه کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې لازمې مشورې او سپارښتنې ورته وکړې.
سرپرست وزیر ډاډ ورکړ چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې جدي رسیدګي او د فرهنګي غونډو په جوړولو کې به ورسره پوره پوره همکاري کېږي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا