امنیت

دطالبانو بريد په شاوتمبول شو .

کابل باختر دزمري يو ديرشمه :
افغان امنيتي ځواکونو دفراه ولايت دپشت کوه ولسوالۍ په بازار کې په يوه امنيتي پوستې دوسله والو طالبانو بريد په شاوتمباوه .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد اقبال باهر باختراژانس ته وويل تيرماښام وسله والو طالبانو هلې ځلې وکړې چې په دغې ولسوالۍ کې  امنيتي پوسته ونيسي چې دامنيتي  منسوبانو له مقاومت  سره مخامخ شول او په شاوتمبول شول .
باهر زياته کړه په دې جګړه کې دطالبانو دسردزيان خبر نه دى ورکړ  شوى او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته